رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د مرستیال ولسمشر جیدي ونس، هغه پلان شوی سفر لغوه کړی چې ټاکل شوې وه د جنیوا په ښار کې د ایراني مذاکره کوونکو سره د لیدنې او د تهران او واشنګټن ترمنځ د ۱۴ مادو د هوکړې د پلي کېدو اړوند خبرو د پیل لپاره ترسره شي.
د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، امریکایي پلاوی د سفر لپاره چمتو و، خو لوژستیکي ستونزې او د خبرو د ترسره کېدو په اړه نامعلوم وضعیت د دې لامل شول چې دغه سفر ترسره نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې د لاسلیک رسمي مراسم به په جنیوا کې ترسره شي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا مراسم غیر ضروري بللي او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو له وړاندې دغه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی چې ایران د خبرو د راتلونکي پړاو تر پیل وړاندې د امریکا له لوري د هوکړې د عملي کېدو د نښو غوښتنه کړې او د ایراني پلاوي جنیوا ته سفر لا هم نهايي شوی نه دی.
دغه پرمختګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند د دوام په اړه لا زیاتې ناپېیلتیاوې رامنځته کړې دي.
وروستۍ هوکړه د ایران او امریکا ترمنځ نازک اوربند لږ تر لږه د ۶۰ ورځو لپاره غځولی او مذاکره کوونکو ته یې فرصت ورکړی څو د ایران د اټومي پروګرام د راتلونکي په اړه هوکړې ته ورسېږي.
په همدې حال کې، اسرائیل چې د سولې په خبرو کې ګډون نه درلود او د تهران او واشنګټن له هوکړې لرې پاتې شوی، په لبنان کې یې د حزبالله پر ضد خپل بریدونه دوام کړي، چې دې چارې د هوکړې د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
همدارنګه، مجتبی خامنهای، د ایران رهبر، ویلي چې دونالد ترامپ دغه هوکړه «د مجبوریت له مخې» لاسلیک کړې او خبرداری یې ورکړی چې که امریکا په راتلونکو خبرو کې «زیاتې غوښتنې» وکړي، تهران به یې ونه مني.
د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، دواړه لوري ۶۰ ورځې وخت لري څو د ایران د اټومي پروګرام د وضعیت په اړه وروستۍ هوکړې ته ورسېږي. دغه هوکړه د ایران لپاره د ۳۰۰ میلیارده ډالرو د بیارغونې صندوق او ځینې نور اقتصادي امتیازات هم په پام کې لري.
د امریکا حکومت وايي، راتلونکې خبرې کولای شي تر ۲۰۱۵ کال د اټومي هوکړې هم قوي تړون ته لاره هواره کړي، خو منتقدین باور لري چې ایران له جګړې وروسته په پیاوړي موقف کې راغلی او مهم اقتصادي او سیاسي امتیازات یې ترلاسه کړي دي.