Search

په هرات کې د ټاپي پروژې د ګازو نل‌لیکه ۸۴ کیلومترو ته رسېدلې

News image
25 غبرګولی 1405 - 12:26

په هرات کې د طابانو ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې د ګازو نل‌لیکه ۸۴ کیلومترو ته غځېدلې او کارونه یې لا هم روان دي.

یاد دفتر نن، د دوشنبې په ورځ، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې پروژې د مسیر ۱۳۰ کیلومتره بنسټیز کارونه هم بشپړ شوي او ۱۰۸ کیلومتره سړک هم جوړ شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې دغه پروژه په هرات ولایت کې د ۲۰۲۷ زېږدیز کال په لومړیو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې تمه ده د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د پانګونې په زیاتوالي او د اقتصاد په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.