د کابل ولایت اړوند د ماهیپر تنګي په سیمه کې دوه ځوانان د اوبو کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د خبرپاڼې له مخې، دغه ځوانان تېره ورځ د کابل له
مرکزه یادې سیمې ته د تفریح لپاره تللي وو، چې د عکس اخیستلو پر مهال له پېښې سره
مخ شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، د دغو ځوانانو جسدونه د سروبي درېیمې پلې لوا د
پوځي منسوبینو له لوري موندل شوي او کورنیو ته سپارل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د ځوانانو یوې ډلې د تفریح په موخه سیمې ته سفر کړی
و، چې د عکس اخیستنې پر مهال یو تن د اوبو یوه لوی ډنډ ته لوېدلی و. د هغه د
ژغورنې لپاره بل ملګری هم ورپسې تللی، خو دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په اوبو
کې لادرکه شوي وو.
تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لسګونه کسان د لامبو وهلو
پر مهال مړه شوي دي.
بلخوا، طالبانو بیا بیا له ځوانانو غوښتي چې په ژورو او خطرناکو اوبو
کې له لامبو وهلو او یا هم ورنږدې کېدو څخه ډډه وکړي.