رویټرز راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ حکومت په پام کې لري یو شمېر کډوال، چې افغان پناه غوښتونکي هم پکې شامل دي، د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږدوي.
د راپور له مخې، امریکا او د مرکزي افریقا جمهوریت په دې اړه وروستیو کې یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
رویټرز د دوو وکیلانو او یوه باخبره چارواکي له قوله ویلي چې د دې طرحې په چوکاټ کې د شاوخوا ۲۰ پناه غوښتونکو د لېږد لپاره لومړنۍ الوتنه پلان شوې ده. په دې ډله کې د افغانانو ترڅنګ د ایران او سوریې پناه غوښتونکي هم شامل دي.
د راپور له مخې، په دې کسانو کې دوه ایراني ښځې هم شاملې دي چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې امریکا ته له داخلېدو وروسته نیول شوې وې.
د دغو ښځو وکیلې، امیلي تراستل، رویټرز ته ویلي چې یوه موکله یې عیسوي شوې او بله د ډیموکراسۍ ملاتړې فعاله ده، او که بېرته واستول شي، له جدي شکنجې او ځورونې سره به مخ شي.
د هغې په وینا، دواړو ښځو مخکې د امریکا د کډوالۍ له یوه قاضي څخه د «اخراج د مخنیوي» حکم ترلاسه کړی و، چې دا ښيي محکمې د هغوی د شکنجې یا تعقیب خطر تر ۵۰ سلنې زیات ارزولی دی.
سره له دې، د امریکا حکومت د «درېیم هېواد ته د لېږد» قانوني میکانیزم کاروي او غواړي هغوی د خپلو اصلي هېوادونو پر ځای مرکزي افریقا ته ولېږي.
همداراز، د یوه ترکي وګړي وکیل، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی افشا شوی، ویلي چې موکل یې هم ښايي په همدې الوتنه کې شامل وي، سره له دې چې هغه هم ورته قانوني حکم ترلاسه کړی دی.
د مرکزي افریقا جمهوریت، چې د دغو کډوالو د لېږد لپاره ټاکل شوی، له کلونو راهیسې له سیاسي بېثباتۍ، پراخې بېوزلۍ او کورنیو تاوتریخوالو سره مخ دی.
د بشري حقونو مدافع وکیلانو خبرداری ورکړی چې داسې هېواد ته د پناه غوښتونکو لېږد، چې هغوی د خوندیتوب لپاره امریکا ته تللي، کولی شي د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي.
رویټرز دا هم راپور ورکړی چې د ټرمپ حکومت په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد په اړه هم خبرې کړې دي؛ هغه هېواد چې له جدي امنیتي او روغتیايي ستونزو سره مخ دی.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره اوونۍ د کانګرس په استماعیه غونډه کې ویلي چې واشنګټن له څو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی څو په قطر کې مېشت افغان کډوال ومني.
بلخوا، د امریکا د کانګرس له ۸۰ زیاتو ډیموکرات او جمهوريپالو غړو په یوه پرانیستي لیک کې له مارکو روبیو څخه غوښتي چې د قطر څخه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د لېږد طرحه سمدستي ودرول شي.