Search

شهباز شریف: د ۲۰۲۶ نړیوال جام رسمي توپ په پاکستان کې جوړ شوی

News image
22 غبرګولی 1405 - 11:03

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام رسمي توپ، چې «تریوندا» نومېږي، په پاکستان کې تولید شوی دی.

شهباز شریف پر اېکس په خپور کړي پیغام کې لیکلي چې پاکستان د خپلو مشهورو ورزشي تولیداتو له صنعت سره د دې نړیوالې سیالۍ برخه ګرځېدلی او د نړیوال جام د رسمي توپونو تولید د دې هېواد د صنعتکارانو د مهارت او وړتیا څرګندونه کوي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ نړیوال جام رسمي توپ په سرو، آبي او شنو رنګونو ډیزاین شوی او پکې د کوربه هېوادونو، یعنې کاناډا، امریکا او مکسیکو نښې کارول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال جام د پرانیستې لوبه د مکسیکو او سویلي افریقا د ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې پکې مکسیکو وکولای شول خپل سیال ته ماتې ورکړي.