Search

د طالبانو د کانونو وزارت چارواکي له امریکايي سوداګریز پلاوي سره د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې

News image
21 غبرګولی 1405 - 10:58

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال، عبدالرحمن قانت د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له رییس جفري ګریګو سره په کتنه کې د کانونو په برخه کې د پانګونې او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د یادې خونې رییس د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې د جذب او پراختیا لپاره د همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

بلخوا، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د دغه پلاوي له لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې د هېواد د کانونو په برخه کې د معتبرو شرکتونو د پانګونې د جلب لپاره به د کانونو د قانون او اړوندو کړنلارو له مخې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې کتنه کې د افغانستان د کانونو د استخراج اړوند پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې شوې دي.

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس جفري ګریګو تر دې مخکې هم د طالبانو له یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.

د یادونې ده چې په وروستیو کې د افغانستان د کانونو په برخه کې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.