Search

ګوټرېش د حوثیانو له لوري د نیول شویو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه

News image
21 غبرګولی 1405 - 09:14

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د حوثیانو له لوري د ملګرو ملتونو د کارکوونکو، نادولتي بنسټونو، مدني ټولنو او ډیپلوماتیکو استازولیو د کارکوونکو پر خپل‌سري نیونو نیوکه کړې ده.

ګوټرېش ویلي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د حوثي چارواکو له لوري د دغو کسانو نیول د منلو وړ نه دي او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ټولو نیول شویو کسانو د سمدستي او بې‌قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د بشري مرستو کارکوونکي باید د خپلو دندو د ترسره کولو له امله هدف و نه ګرځي او یا و نه نیول شي.

هغه زیاته کړې چې بشري فعالیتونه د اړمنو خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري او هغه کسان چې په دې برخه کې کار کوي باید وکولای شي خپلې دندې د نیولو یا ځورونې له وېرې پرته ترسره کړي.

ګوټرېش همداراز له ټولو نیول شویو کسانو او د هغوی له کورنیو سره خپل پیوستون څرګند کړی او د بشري اصولو او نړیوالو قوانینو د درناوي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.