د چین ځايي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په سوېللوېدیځ کې د ګوانګشي په خودمختاره سیمه کې د یوې چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د پېښې ټول ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
راپور زیاتوي چې د ټپیانو له ډلې د هېڅ یوه روغتیايي وضعیت جدي نه دی ښودل شوی.
ځايي چارواکو ویلي چې د دې چاودنې د لامل د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.