د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د کډوالو اونۍ په مناسبت به د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره په لندن کې د هنري اثارو یو نندارتون جوړ کړي.
دغه سازمان پر اېکس لیکلي چې یاد نندارتون به د جون له ۱۲مې تر ۲۳مې پورې د لندن په ساوتوارک کاتډرال کې په وړیا ډول پرانیستی وي.
د بریتانیا لپاره د دې سازمان د څانګې په وینا، د دې نندارتون موخه د افغان ښځو د مبارزې، مقاومت او زغم کیسې روښانه کول دي؛ هغه ښځې چې د دوی په وینا، په وروستیو کلونو کې له ډېرو فشارونو او محدودیتونو سره مخ شوې دي.
کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې دا نندارتون د افغان ښځو د بېځایه کېدو او د ژوند د بیا جوړونې بهیر انځوروي؛ له هغو ښځو نیولې چې لا هم په افغانستان کې تر محدودیتونو لاندې ژوند کوي، تر هغو چې په بریتانیا کې یې خپل ژوند له سره پیل کړی دی.
په دې نندارتون کې به بېلابېل هنري اثار نندارې ته وړاندې شي، چې پکې د افغان هنرمندې شمسیه حسني د ګرافیټي اثار، د یو عکاس او تجسمي هنرمند د ښځو انځوریزې ټولګې، او همداراز د نورو هنرمندانو او عکاسانو کارونه شامل دي.
یاد سازمان زیاته کړې چې دا نندارتون د عکاسۍ، شخصي کیسو او هنر له لارې د افغان ښځو ژوند ته نږدې کتنه وړاندې کوي او هڅه کوي د هغوی غږ په نړیواله کچه پیاوړی کړي.
له ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې ښځې او نجونې د زدهکړې، کار او ټولنیز حضور په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي؛ محدودیتونه چې د نړیوالو بنسټونو په وینا، د هغوی پر ژوند ژور اغېز کړی دی.