Search

ګوټرېش د منځني ختیځ د بریدونو د سمدستي درولو او د اوربند د رعایت غوښتنه وکړه

News image
20 غبرګولی 1405 - 08:32

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ټولو بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.

ګوټرېش ویلي چې په لبنان، ایران او غزه کې اوربندونه باید په بشپړه توګه رعایت شي او له هر هغه اقدام څخه باید ډډه وشي چې روانې ډیپلوماتیکې هڅې کمزورې کوي.

هغه د غزې د لارو د تړلو په اړه د اسرائیلو له پرېکړې هم اندېښنه ښودلې او د ټولو لارو د سمدستي بېرته پرانیستلو غوښتنه یې کړې، څو بشري مرستې په چټک، خوندي او بې‌خنډه ډول دغه سیمې ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید د سمندري تګ راتګ حقونه او ازادۍ رعایت شي او ټول ښکېل لوري مکلف دي چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي.

ګوټرېش زیاته کړې: «د منځني ختیځ د شخړو لپاره هېڅ پوځي حل لاره نشته؛ یوازینۍ لار خبرې او مذاکره ده.»

هغه له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د ډیپلوماتیکو حل‌لارو د موندلو لپاره هڅې وکړي، څو د سیمې او نړۍ سولې او امنیت ته لاره هواره شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د منځني ختیځ په بېلابېلو برخو کې لا هم تاوتریخوالی او نښتې دوام لري