د طالبانو تر کنټرول لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي اداره وایي، چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې له پیله تر دې دمه په هېواد کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۳۰۱ کسان مړه او ۳۸۵ نور ټپیان شوي دي.
د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د
دغو پېښو له امله ۱۹۹۲ کورونه په بشپړه توګه او ۷ زره ۱۸۷ نور په نیمه توګه ویجاړ شوي دي.
د هغه په وینا، په همدې موده کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۹۴ هټۍ په بشپړه
او ۳۰۷ نورې په نیمه توګه زیانمنې شوې دي.
حماد همداراز زیاته کړې، چې د طبیعي پېښو له امله ۵۷ پلچکونه، ۴۳ جوماتونه، ۳۸۲ څاګانې او د
اوبو شبکې، او ۵۸۰ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي دي. نوموړي ویلي، چې
د ۲۵
زره ۹۸۸ جریبه کرنیزو ځمکو او ۴ زره ۳۲۴ جریبه باغونو حاصلات هم له منځه تللي دي.
د هغه په خبره، سږ کال ۵۵ زره ۷۱۸ ونې او ۴ زره ۶۳۰ د سولر تختې هم د طبیعي پېښو له امله له منځه
تللې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په ټولیز ډول روان کال ۱۸ زره ۸۱۷ کورنۍ د دغو
پېښو له امله زیانمنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله د طبیعي
پېښو له جدي ګواښ سره مخ هېوادونو له ډلې ګڼل کېږي او هر کال سېلابونه، سخت
ورښتونه او وچکالي خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړوي.