په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر وړاندې اغېزناک اقدامات نه دي کړي او دا موضوع د اسلاماباد امنیتي اندېښنې زیاتې کړې دي.
د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد د دوشنبې په ورځ (د جون ۸مه) د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې طالبانو د هغو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، داعش خراسان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) په څېر ډلو پر وړاندې یې کړې وې.
نوموړي ادعا کړې، چې یادې ډلې لا هم د افغانستان په خاوره کې فعالیت لري او خپل بریدونه له همدې ځایه تنظیموي.
هغه وویل، چې پاکستان یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له پنځو زرو څخه زیاتې ترهګریزې پېښې تجربه کړې او له زرو او ۲۰۰ څخه زیات کسان پکې وژل شوي دي.
عاصم افتخار احمد زیاته کړه، چې پاکستان څو ځله خپلې اندېښنې د خبرو اترو له لارې له طالبانو سره شریکې کړې، خو تر اوسه د دې ډلې له لوري د منلو وړ اقدام نه دی شوی.
هغه همداراز د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې ښځې او نجونې لا هم له خپلو اساسي حقونو بېبرخې دي.
د پاکستان استازي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د بحران د حل او له دغه هېواده د راولاړېدونکو امنیتي ګواښونو پر وړاندې یو همغږی دریځ غوره کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې اسلاماباد د دوحې له بهیر ملاتړ کوي، خو تمه لري چې طالبان د ترهګرو ډلو پر وړاندې «د تایید وړ» اقدامات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان امنیتي وضعیت او د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او نړۍ لپاره د اندېښنې وړ موضوع پاتې شوې او په دې اړه بحثونه لا هم دوام لري.