په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي، د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د خلکو پر وړاندې حسابورکوونکی نه دی او دا جوړښت یوازې د دې ډلې د ګټو د تأمین لپاره جوړ شوی دی.
فایق د طالبانو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغه ډله د افغانستان د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته په ځواب ویلو کې پاتې راغلې او نه ده توانېدلې چې د هېواد روان بحرانونه په سمه توګه مدیریت کړي.
د هغه په وینا، فساد، د واک ناوړه ګټه اخیستنه او په یوه محدوده کړۍ کې د شتمنیو تمرکز د طالبانو په جوړښت کې په پراخه کچه مستند شوي دي.
فایق زیاته کړې، چې د افغانستان طبیعي سرچینې له شفافیت او عامه څار پرته استخراجېږي او طالبان د خلکو غوښتنې او د نړیوالې ټولنې پرلهپسې غوښتنې له پامه غورځولي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو نږدې پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او بشري بحرانونو سره مخ دی او وضعیت نه یوازې ښه شوی نه دی، بلکې ورځ تر بلې نازک کېږي.
هغه وویل، چې میلیونونه افغانان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري او فقر، بېکاري او د اقتصادي فرصتونو کمښت د ځوان نسل راتلونکی له جدي نامعلوم حالت سره مخ کړی دی.
فایق همداراز د عامه ژوند له ډګر څخه د ښځو او ځوانانو ایستل د بشري بحران د ژورېدو یو مهم لامل بللی او ویلي یې دي، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د ټولنې د نیمایي برخې د سیستماتیک حذف یوه برخه ده.
هغه څرګنده کړې، چې دا ډول تګلاره نه له اسلامي ارزښتونو سره برابره ده او نه د افغانستان له تاریخي او دودیزو اصولو سره سمون لري.
فایق خبرداری ورکړی، چې د ښځو له زدهکړو، کار او ټولنیز حضور څخه محرومول پر ټولنې درنې اغېزې لرلې او دې کار ګڼ شمېر ځوانان او ښځې دې ته اړ کړي، چې په هېواد کې خپل راتلونکی روښانه ونه ویني.
نوموړي په پای کې د امنیت شورا له غړو وغوښتل، چې د افغانستان په اړه یو پیاوړی، همغږی او منسجم دریځ خپل کړي او ټینګار یې وکړ، چې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو رعایت، د ټولشموله حکومت جوړول او نړیوالو ژمنو ته له ژمنتیا پرته، د مشروعیت ترلاسه کول او د افغانستان بیا د نړیوالې ټولنې سره یوځای کېدل ناشوني دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان سیاسي وضعیت لا هم د نړیوالو بحثونو په اجنډا کې دی او د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع د بشري حقونو او ټولشموله حکومت له شرطونو سره تړل شوې ده.