Search

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تهران ته د ایران د ستر مشر لپاره له ځانګړي لیک سره ورسېد

News image
17 غبرګولی 1405 - 08:22

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ کړکېچونه روان دي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د ایران پلازمېنې تهران ته له هغه ځانګړي لیک سره ورسېد چې د ایران د ستر مشر مجتبی خامنه‌اي لپاره وړل کېږي.

د نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، نقوي ویلي چې دا لیک به د پاکستان د پوځ د لوی درستیز او صدراعظم له لوري وسپاري. هغه دغه څرګندونې تهران ته تر رسېدو وروسته وکړې، چیرې چې ټاکل شوې له لوړپوړو ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د لیک منځپانګه تر اوسه نه ده رسنیزه شوې او د دواړو هېوادونو چارواکو هم د هغه د پیغام په اړه څه جزییات نه دي ورکړي.

نقوي د شنبې په ورځ تهران ته ورسېد، څو د ایراني چارواکو سره د سیمه‌ییزو او دوه‌اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي، په داسې حال کې چې اسلام‌اباد او تهران خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې جاري ساتلي دي.

مجتبی خامنه‌اي د خپل پلار، پخواني ستر مشر علي خامنه‌اي، تر مړینې وروسته د ۱۴۰۴ کال د حوت په میاشت کې د ایران د ستر مشر په توګه وټاکل شو.