Search

د هند کرکټ غوره‌ليګ پایلوبه نن د ګجرات او بنګلور ترمنځ ترسره کېږي

News image
10 غبرګولی 1405 - 13:03

د هند کرکټ غوره‌ليګ (ای‌پي‌اېل) د شل‌اوریزو سیالیو پایلوبه ټاکل شوې نن (یکشنبه، د غبرګولي ۱۰مه) د ګجرات ټایټنز او رویل چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د احمداباد ښار په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره کېږي.

د هند کرکټ غوره‌ليګ شل‌اوریزې سوداګریزې سیالۍ د روان کال د وري په ۸مه د لسو لوبډلو په ګډون پیل شوې وې او نن شپه یې پایلوبه ترسره کېږي.

په دغو سیالیو کې د راشد خان اړوند ګجرات ټایټنز او رویل چلېنجرز بنګلور لوبډلو پایلوبې ته لار موندلې ده.

د معلوماتو له مخې، سږني لیګ کې د لسو افغان لوبغاړو په ګډون له بېلابېلو هېوادونو او خپله له هنده شاوخوا ۳۵۹ لوبغاړي د پېرلو لپاره وړاندې شوي وو، چې له دې ډلې ۲۴۶ هندي او ۱۱۳ د نورو هېوادونو لوبغاړي وو.

همدارنګه څلور افغان لوبغاړي له وړاندې له بېلابېلو لوبډلو سره پاتې شوي وو؛ راشد خان د ګجرات ټایټنز، عظمت‌الله عمرزی د پنجاب کینګز، نور احمد د چنای سوپر کینګز او الله‌محمد غضنفر د ممبی انډینز لوبډلو سره قراردادونه لرل، چې د خپلو لوبډلو لپاره یې ښې لوبې ترسره کړې دي.