Search

نورستان کې د یوه کس د وژنې په تړاو درې تنه نیول شوي

News image
10 غبرګولی 1405 - 12:16

د طالبانو د نورستان امنیې قوماندانۍ مسوولانو د دغه ولایت په مرکز کې د یوه کس د وژل کېدو په تړاو د درېیو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د امنیتي چارواکو په وینا، یاد کسان د هغې پېښې په تړاو نیول شوي، چې پکې یو تن د زین‌الاسلام په نوم د هوايي ډزو له امله په تصادفي ډول لګېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. دغه پېښه د پارون ښار اړوند د استوي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په خبره، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا پېښه هغه مهال شوې، کله چې قرباني په خپل باغچه کې د اوبو لګولو بوخت و.

مسوولانو ټینګار کړی، چې په دې تړاو څېړنې روانې دي او له بشپړېدو وروسته به یې دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.