Search

ایرلند د افغانستان له بشري صندوق سره ۳ میلیونه یورو مرسته وکړه

News image
5 غبرګولی 1405 - 12:23

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې ایرلند د افغانستان له بشري صندوق سره ۳ میلیونه یورو (شاوخوا ۳.۴۴ میلیونه امریکايي ډالر) مرسته کړې ده.

اوچا ویلي، دا مالي مرسته به په افغانستان کې د بشري فعالیتونو د ملاتړ او د خلکو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکارول شي.

د یاد بنسټ په وینا، دغه مرسته د عاجلو خدمتونو د وړاندې کولو او په ټول هېواد کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو په بهیر کې مهم رول لري.

اوچا د ایرلند له دې اقدام څخه مننه کړې او ټینګار یې کړی چې دا ډول ملاتړونه د بشري کړکېچ د کمولو او د ټولنې د زیانمنو قشرونو د ملاتړ لپاره بنسټیز ارزښت لري.افغانستان دا مهال له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی او میلیونونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. نړیوال بنسټونه په پرله‌پسې توګه له مرستندویو هېوادونو د مالي ملاتړ غوښتنه کوي څو د خوراک، روغتیا او نورو اساسي اړتیاوو په برخو کې د خلکو ستونزې راکمې شي.