Search

پاکستان: ترمپ د سیمې له مشرانو سره ټلیفوني خبرې کړې

News image
3 غبرګولی 1405 - 10:57

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د سیمې له یو شمېر مشرانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

ډار په خپله ایکس پاڼه کې دغه ټلیفوني تماس د سیمې د سولې او ثبات پر لور یو مهم ګام بللی دی.

د هغه په وینا، په دې اړیکه کې د پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې، قطر، مصر، متحده عربي اماراتو او اردن مشرانو ګډون درلود او د سیمې د روانو کړکېچونو د حل لپاره پر روانو هڅو خبرې شوې دي.

اسحاق دار زیاته کړې چې پاکستان د ډیپلوماټیک بهیر ملاتړ کوي او د امریکا او نورو هېوادونو له لوري د دغو هڅو هرکلی کوي.

هغه همدارنګه د ایران او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو د چارواکو له ښکېلتیا مننه کړې او ټینګار یې کړی چې خبرې اترې او سیاسي تعامل باید د تاوتریخوالي او شخړو ځای ونیسي.

دار ټینګار کړی چې پاکستان به په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره له روانو هڅو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.