د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان د طبیعي پېښو تر ټولو زیات قربانیان دي.
د دې سازمان د شمېرو له مخې، د طبیعي پېښو له امله شاوخوا ۷۵ سلنه بېځایه شوي کسان ښځې او ماشومان جوړوي.
دغه سازمان د افغانستان د چاپېریالي بحرانونو د اندېښمنو واقعیتونو په یادولو سره ټینګار کړی چې د طبیعي پېښو پر مهال د ښځو د زیانمن کېدو کچه د نارینهوو په پرتله ډېره لوړه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ د غويي ۳۱مه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «طبیعي پېښې ټول خلک په یوه ډول نه اغېزمنوي.»
د دې سازمان د څېړنو له مخې، له ۷۰ تر ۸۰ سلنه هغه کسان چې د طبیعي پېښو وروسته بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، ښځې او ماشومان دي.
په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې د سېلابونو او د هغوی له روغتیايي پایلو وروسته له جدي خطرونو او ستونزو سره مخ کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د مرستو پر مهال د زیانمنو سیمو د ښځو او ماشومانو روغتیايي او معیشتي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او لازم ملاتړ ورته برابر کړي.