Search

د افغانستان د خبریالانو مرکز د بامیان راډیو د خپرونو بندېدل وغندل

News image
1 غبرګولی 1405 - 09:34

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د استخباراتو له‌خوا د بامیان راډیو د خپرونو بندېدل غندلي او د دې رسنۍ د بې‌قید او شرط څخه د بیا پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.

دغه مرکز ویلي چې بامیان راډیو د ۱۴۰۵ د غويي په ۲۷مه د طالبانو د استخباراتو ادارې په امر تړل شوې ده.

د یاد مرکز په وینا، طالبانو د دې رسنۍ د بندېدو لامل د کاري جواز نه‌ لرل بللی؛ خو ویل کېږي چې د بامیان راډیو مسؤلانو څو ځله د خپل فعالیت د جواز د غځولو لپاره هڅې کړې وې.

بامیان راډیو له ۱۳۸۲ کال راهیسې فعالیت کاوه او ډېری ټولنیز، روغتیايي او دیني پروګرامونه یې خپرول. د دې رسنۍ له تړل کېدو سره، په بامیان ولایت کې یوازې یوه بله خصوصي راډیو پاتې شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو بیا واک ته له رسېدو وروسته، د رسنیو ازادي په جدي توګه کمه شوې او ګڼ شمېر رسنۍ د فشارونو او نشراتي محدودیتونو له امله د فعالیت درولو ته اړ شوې دي.

د یاد بنسټ د شمېرو له مخې، یوازې په ۱۴۰۴ کال کې لږ تر لږه ۲۱ سیمه‌ ییز ټلوېزیونونه د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د بندیز له امله تړل شوي یا راډیو ته اړول شوي، او د لږ تر لږه ۱۰ رسنیزو بنسټونو د فعالیت جوازونه هم لغوه شوي دي.