Search

د بریتانیا ځانګړی استازی: د افغان ښځو ګډون د افغانستان اقتصادي ودې لپاره اړین دی

News image
1 غبرګولی 1405 - 08:00

د ریچارد لیندسی، چې د بریتانیا ځانګړی استازی دی، ویلي چې د خپل کابل د سفر پر مهال یې د طالبانو د اقتصاد له وزیر دین محمد حنیف سره لیدنه کړې ده.

هغه په اېکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې په دې لیدنه کې یې د افغان ښځو پر زده‌کړو او په ټولنه کې د هغوی پر فعال ګډون ټینګار کړی دی.

لیندسي ویلي: «ما په دې اوونۍ کې په کابل کې د اقتصاد له وزیر حنیف سره ولیدل. ما د یوې لوستې ټولنې پر اهمیت او د افغان ښځو د فعال ګډون له امله رامنځته کېدونکو اقتصادي فرصتونو ټینګار وکړ.»

هغه زیاته کړې چې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو حضور او ګډون د افغانستان د اقتصادي ودې، ثبات او پرمختګ لپاره اړین دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار لا هم محدودیتونه دوام لري، او نړیوالو بنسټونو څو ځله د دغو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.