Search

روانه اوونۍ د پاکستان له زندانونو ۳۰۷ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي

News image
31 غویی 1405 - 11:54

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۳۰۷ تنه افغان بندیان ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن (پنج‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو، چې تر ازادېدو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې د چمن–سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي او لومړنۍ مرستې هم ورسره شوې دي.

د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ هم د پاکستان له زندانونو څخه ۵۶۱ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.


په وروستیو میاشتو کې پاکستان د بې‌اسناده بهرنیو وګړو پر وړاندې اقدامات سخت کړي، چې له امله یې ګڼ افغانان نیول شوي او یا هم ایستل شوي دي. د طالبانو اړوند ادارې وايي، هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره د همغږۍ له لارې د افغان کډوالو ستونزې حل او راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.