سياېناېن په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، منتقدان او شنونکي پوښتنه کوي چې ولې د ډونالډ ټرمپ اداره، د سیاسي او پوځي خطرونو سربېره، له کیوبا سره د کړکېچ د زیاتولو په اړه فکر کوي.
د راپور له مخې، د ټرمپ اداره په داسې وخت کې د بهرنۍ پالیسۍ د یوې سترې بریا په لټه کې ده، چې د ایران، اوکراین او د غزې تړانګې د جګړې د پای ته رسولو هڅې له خنډونو سره مخ شوې دي.
سياېناېن ویلي، ټرمپ ښايي په کیوبا کې سیاسي پرمختګ د تاریخي لاسته راوړنې فرصت وګڼي، په ځانګړي ډول وروسته له هغو ناکامو هڅو چې د پخوانیو امریکايي ادارو له وخته، د جان ایف کینیډي او د پخواني کیوبا مشر فیدل کاسترو له دورې راهیسې روانې وې.
راپور د مارکو روبیو رول هم مهم بللی او هغه یې د کیوبایي کډوالو زوی یاد کړی، چې له اوږدې مودې راهیسې په هاوانا کې د حکومت د کمزوري کولو د سیاستونو ملاتړی پاتې شوی دی.
سياېناېن زیاتوي، د ټرمپ ادارې پراخه سیمهییزه تګلاره، چې ځینې شنونکي یې «ډانرو دکترین» بولي، په لوېدیځه نیمه کره کې د امریکا د نفوذ زیاتولو هڅه ده. راپور دا تګلاره په لاتیني امریکا کې د ښي اړخو سیاسي خوځښتونو له ملاتړ او د وېنزویلا اړوند وروستیو اقداماتو سره تړلې بولي.
راپور همداراز ویلي، امریکايي ادارو له اوږدې مودې راهیسې په کیوبا کې د ادعا شویو جاسوسي فعالیتونو په اړه اندېښنې لرلې، چې پکې د روسیې او چین نومونه هم اخیستل کېږي.
سياېناېن ویلي، که څه هم د کیوبا ولس له لسیزو راهیسې له اقتصادي ستونزو او سیاسي فشارونو سره مخ دی، خو منتقدان د ټرمپ اداره تورنوي چې د سخت اقتصادي فشار له لارې یې بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی. راپور د ملګرو ملتونو د کارپوهانو خبرداری هم یاد کړی، چې د امریکا بندیزونو او د تېلو محدودیتونو د برېښنا تولید، ترانسپورټ، روغتونونو او خوراکي توکو پر تولید منفي اغېز کړی دی.
بلخوا، مارکو روبیو د ادارې له پالیسۍ دفاع کړې او ویلي یې دي، په کیوبا کې د برېښنا، سونتوکو او خوراکي موادو کمښت د دغه هېواد د مشرانو د فساد او ناسم مدیریت پایله ده.
سياېناېن په پای کې ویلي، که څه هم کیوبا او ایران دواړه د ټرمپ د ادارې تر فشار لاندې دي، خو تر اوسه هېڅ یو حکومت نه دی نسکور شوی، په داسې حال کې چې د بندیزونو او اقتصادي محدودیتونو بشري اغېزې لا پسې زیاتېږي.