د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري دیپلماسۍ ته د فرصت ورکولو پرېکړه، چې موخه یې د جګړې پای او د سیمې د تاوتریخوالي کمول دي، هرکلی کوي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود په یوه اعلامیه کې، چې پر اېکس خپره شوې، ویلي چې ریاض د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د جګړې د پای، د امنیت د تأمین، د هرمز تنګي کې د کښتۍ چلونې د ازادۍ او د سیمهییزو اختلافاتو د حل لپاره د منلو وړ هوکړې ته ورسېږي.
په اعلامیه کې راغلي، چې سعودي عربستان د دې بهیر په تړاو د پاکستان د منځګړیتوب له هڅو هم مننه کړې ده.
سعودي عربستان هیله څرګنده کړې، چې ایران به له دې فرصته د تاوتریخوالي د زیاتېدو د خطرناکو پایلو د مخنیوي لپاره ګټه واخلي او د خبرو د پرمختګ او یوې هر اړخیزې هوکړې ته د رسېدو لپاره به مثبت ځواب ورکړي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دې خبرو موخه په سیمه او نړۍ کې د دوامداره سولې او ثبات تأمین دی.