د رویټرز د راپور له مخې، د چین په جنوب او مرکزي سیمو کې د سختو بارانونو او پراخو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.
د چین چارواکو ویلي، چې دغو بارانونو په څو ولایتونو کې سېلابونه، د ځمکې ښویېدنې او شدیدې اوبهجمع کېدنې رامنځته کړې دي، چې له امله یې ښوونځي، سوداګریز فعالیتونه او ترانسپورتي خدمات په بېلابېلو سیمو کې درېدلي دي.
د چین د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د جیانګشي، آنهوي، هونان، هوبي، ګویژو، ګوانګشي، ګوانګدونګ او هاینان ولایتونه د باران له امله د رامنځته کېدونکو پېښو، لکه ناڅاپي سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې له لوړ خطر سره مخ دي.
چارواکو همداراز اعلان کړی، چې د ژغورنې او د زیانمنو شوو کسانو د مرستې لپاره ۱۵۰ میلیونه یوان (نږدې ۲۲ میلیونه ډالر) ځانګړي شوي او په یو شمېر سیمو کې د تخلیې او مرستو رسولو چارې روانې دي.
د راپورونو له مخې، په ګوانګشي ولایت کې یو موټر چې کارګران یې لېږدول، سیلابي سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۰ کسان وژل شوي دي.
په جلا پېښو کې په ګویژو، هونان او هوبي ولایتونو کې هم څو کسان وژل شوي او یو شمېر نور نادرکه دي.
چارواکو خبرداری ورکړی، چې د باراني سیستم د دوام له امله ښايي په ځینو سیمو کې وضعیت نور هم خراب شي.