ټرمپ: ایران سره د اټومي هوکړې لپار ډېر ښه چانس شتون لري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اټومي هوکړې د ترلاسه کېدو لپاره «ډېر ښه چانس» موجود دی.
د رویټرز د راپور له مخې، ترمپ څو ساعته وروسته له هغه چې پر ایران د پلان شوي برید ځنډ اعلان شو، د تهران سره د هوکړې د امکان په اړه خوشبیني ښودلې ده.
ترمپ ویلي، د منځني ختیځ د امریکا یو شمېر مهمو متحدینو ترې غوښتي، چې پر ایران پلان شوی پوځي برید وځنډوي څو خبرې اترې دوام ومومي.
هغه په عین حال کې خبرداری ورکړی، که هوکړه ترلاسه نه شي، امریکا به لا هم د پراخ پوځي برید ترسره کولو ته چمتو وي.
ترمپ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: «داسې ښکاري چې ډېر ښه چانس شته چې هغوی یوې حل لارې ته ورسېږي. که موږ وکولای شو پرته له درنې بمبارۍ دې هدف ته ورسېږو، زه به ډېر خوښ شم.»