Search

غزني کې ترافیکي پېښو ۱۱ کسان ټپیان کړي

News image
26 غویی 1405 - 11:16

په غزني کې د طالبانو امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مقر، قره‌باغ او اندړ ولسوالیو کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

د یادې قومندانۍ په وینا، دا پېښې پرون (جمعه) د کابل–کندهار او غزني–پکتیکا پر لویو لارو د یو شمېر وسایطو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې دي.

سرچینه زیاتوي، ټپیان شوي کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي او د دغو پېښو اصلي لامل بې‌احتیاطي بلل شوې ده.
په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان، په ځانګړي ډول پر لویو لارو، ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي. د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي اصولو نه مراعت، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د تخنیکي معاینې نشتوالی د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

چارواکو مخکې هم له موټر چلوونکو غوښتي چې د ترافیکي قوانینو مراعت ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.