Search

ایران او امریکا د اوربند سره سره یو ځل بیا سره ښکېل شول

News image
18 غویی 1405 - 08:09

رویټرز راپور ورکړی چې ایران او امریکا یو ځل بیا له یو بل سره نښتې کړي دي.

دغه نښته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند له پیل وروسته تر ټولو جدي کړکېچ بلل شوی دی.

د راپور له مخې، ایران امریکا د اوربند په ماتولو تورنه کړې او ویلي یې دي چې امریکايي ځواکونو دوه بېړۍ او د ایران په خاوره کې څو سیمې په نښه کړې دي.

په مقابل کې، امریکا ویلي چې د دوی بریدونه د ایران د اقدامونو په ځواب کې ترسره شوي او د کړکېچ د زیاتولو نیت نه لري.

ایران هم اعلان کړی چې په ځواب کې یې د هرمز تنګي ته نږدې د امریکا پوځي بېړۍ په نښه کړې دي.

خو سنتکام ویلي چې امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې اوربند لا هم پر ځای دی او له ایران سره خبرې دوام لري.

د دغو نښتو له امله، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.