Search

طالبان: په افغانستان کې د ځنګلونو ساحه ۴۲۷ زره هکټاره زیاته شوې

News image
16 غویی 1405 - 11:52

د طالبانو د احصائیې او معلوماتو عمومي اداره وايي، د ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال تر پایه یې په هېواد کې د ځنګلونو ۱.۶ میلیونه هکټاره ساحه تثبیت کړې، چې د ۱۳۹۰ کال په پرتله ۴۲۷ زره هکټاره یا ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

یادې ادارې ویلي، دا ځنګلي ساحه د افغانستان ۲.۵۴ سلنه مځکه جوړوي او زیاتوالی یې په پکتیا، خوست، بدخشان، بغلان، بادغیس، ننګرهار، کونړ، هرات او لغمان ولایتونو کې ثبت شوی دی.

د دغې ادارې د رسمي شمېرو له مخې، نورستان د ۲۷۴ زره هکټاره ځنګلونو په لرلو سره لومړی ځای لري، کونړ د ۲۵۳ زره هکټاره سره دوهم، بادغیس د ۱۸۰ زره هکټاره سره درېیم، پکتیا د ۱۷۰ زره هکټاره سره څلورم، خوست د ۱۲۷ زره هکټاره سره پنځم او پکتیکا د ۱۱۹ زره هکټاره ځنګلونو په لرلو سره شپږم ځای لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ځنګلونو موضوع له کلونو راهیسې د چاپېریال ساتنې، غیرقانوني قطع کولو او د طبیعي سرچینو د مدیریت له ننګونو سره مخ ګڼل کېږي، او د متخصصینو په وینا د ځنګلونو دقیق وضعیت د دوامدارو څېړنو او معیاري ارزونو اړتیا لري.