د غزني د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، پرون (دوشنبه) د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د زرکشان هوټل ته نږدې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ژوبل شوي دي.
یادې قومندانۍ ویلي چې دا پېښه د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ د ټکر
له امله رامنځته شوې او لامل یې بېاحتیاطي بلل شوې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل شوي کسان د درملنې لپاره د مقر ولسوالۍ ملکي
روغتون ته لېږدول شوي دي.