یو پاکستانی دیني عالم، ادریس، نن د غویي په ۱۵مه، د سېشنبې په سهار د چارسدې په سیمه کې د یوه وسلهوال برید پر مهال ووژل شو.
د سرچینو په وینا، پر نوموړي هغه مهال برید شوی چې په خپل موټر کې
سپور و. راپورونه ښيي چې د هغه ساتونکي په دې پېښه کې له زیان څخه خوندي پاتې شوي
دي.
د برید کوونکي تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
تر اوسه رسمي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې
ډلې د برید مسوولیت منلی دی.