Search

یو ځوان افغان کډوال په کاناډا کې د ټېسلا موټر په ټکر کې وژل شوی دی

News image
15 غویی 1405 - 08:49

د ګلوبل نیوز د راپور له مخې، د کاناډا د برېټش کولمبیا ایالت په ډېلټا ښار کې د موټر د ټکر له امله یو ۱۹ کلن افغان کډوال وژل شوی دی.

د راپور له مخې، وژل شوی ځوان مسیح‌الله توکلي نومېده، چې د کورنۍ په وینا تازه یې ۱۹ کلنۍ ته قدم ایښی و. پېښه د شنبې په ماسپښین د ۷۵ Aسړک او ۱۱۸مې کوڅې په څلورلارې کې رامنځته شوې ده.

د کورنۍ غړو ویلي چې توکلي په دې پېښه کې کومه ملامتیا نه درلوده. د هغه خور زینب توکلي د نوموړي پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې او هغه یې یو مهربان او مسوول ځوان بللی دی.

د پېښې پر مهال توکلي د خپل ګاونډ درې ماشومان د فوټبال لوبې ته وړل. ماشومان روغتون ته لېږدول شوي او چارواکي وايي چې له ډلې یې یو لا هم تر درملنې لاندې دی، خو تمه ده چې روغ شي.

شاهدانو او د کورنۍ غړو توکلي داسې کس بللی چې د خپلې ټولنې له ماشومانو سره یې ځانګړې مینه لرله.

د هغه یو ملګري علي بریللي ویلي چې دا پېښه ټولو ته درنه ضایعه ده.

د ډېلټا پولیسو ویلي چې پلټونکي شواهد راټولوي او له خلکو یې د معلوماتو غوښتنه کړې ده. تر اوسه د دې پېښې په تړاو هېڅوک نه دي تورن شوي.

د برېټش کولمبیا د بیمې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د همدې سیمې په نږدې څلورلارو کې لسګونه ټکرونه ثبت شوي، چې د سړک خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتوي.