Search

روبیو د امریکا او واتیکان ترمنځ د ترینګلتیاوو په سیوري کې روم ته سفر کوي

News image
15 غویی 1405 - 08:06

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د روانې اوونۍ په ترڅ کې د ایټالیا پلازمېنې روم ته سفر وکړي.

ټاکل شوې ده چې هغه به په دې سفر کې له پاپ لېو او د ایټالیا له لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني سره وګوري.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او واتیکان ترمنځ اړیکې د ایران پر وړاندې د جګړې او د ډونالډ ټرمپ د ځینو سیاستونو په اړه د نظر اختلاف له امله ترینګلې شوې دي.

پاپ لېو په وروستیو اوونیو کې له دغې جګړې نیوکه کړې او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه یې کړې ده.

راپور زیاتوي چې روبیو به د واتیکان له چارواکو سره په لیدنه کې د منځني ختیځ د وضعیت او همدارنګه د کیوبا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

هغه به له ایټالیايي چارواکو سره د امنیتي همکاریو او دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه هم بحث وکړي.

دغه لیدنې داسې مهال ترسره کېږي چې د ناټو په چوکاټ کې د امریکا او متحدینو ترمنځ اختلافات زیات شوي او ایټالیا د خپلو خاورې څخه د امریکايي ځواکونو له هر ډول وتلو سره مخالفت ښودلی دی.