Search

د جرمني صدراعظم د ځواکونو د کمېدو تر اعلان وروسته له ټرمپ سره د اختلافاتو راپورونه کم‌اهمیته وبلل

News image
14 غویی 1405 - 08:08

رویټرز راپور ورکړی دی، چې د جرمني صدراعظم ویلي چې له د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره راپور شوي اختلافات د دې هېواد د خاورې څخه د امریکایي ځواکونو د کمېدو له پرېکړې سره تړاو نه لري.

صدراعظم فریدریش مرڅ ویلي، سره له دې چې ټرمپ د ځینو مسایلو په اړه جلا نظر لري، خو د ناټو په چوکاټ کې همکاري لا هم حیاتي ده.

هغه ټینګار کړی چې جرمني د وروستیو ترینګلتیاوو سره سره د اتلانټیک ترمنځ اتحاد ته ژمن پاتې دی.

مرڅ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د ایران په اړه د امریکا د جګړې پر پلانونو د ده نیوکې لامل شوې چې امریکا د جمعې په ورځ له جرمني څخه د خپلو ۵ زره سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي. جرمني په اروپا کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه کوربه ده.

مرڅ د ARD عامه ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي: «زه باید ومنم چې د امریکا ولسمشر په دې مسایلو کې له موږ سره جلا نظر لري، خو دا حقیقت نه بدلوي چې زه لا هم امریکایان زموږ مهم شریکان ګڼم.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ځواکونو کمول د دواړو مشرانو ترمنځ له اختلافاتو سره تړاو لري، وویل: «هیڅ تړاو نشته.»

د دواړو ترمنځ ترینګلتیا هغه مهال زیاته شوه چې مرڅ د منځني ختیځ په اړه د ټرمپ پر ستراتیژۍ پوښتنې راپورته کړې او د ایران سره د امریکا خبرې یې «شرموونکې» وباله. وروسته ټرمپ مرڅ «بې‌اغېزې مشر» بللی و.

ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې په جرمني کې د امریکا د پوځي حضور د کمولو ملاتړ کړی او څو ځله یې پر اروپایي هېوادونو غږ کړی چې د خپلې دفاع مسؤلیتونه پخپله پر غاړه واخلي.

وروستی اعلان همدارنګه د هغه پلان د لغوه کېدو په معنا بلل کېږي چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې پر مهال وړاندیز شوی و. په دې پلان کې په جرمني کې د اوږد واټن «توماهاوک» توغندیو سمبال امریکایي کنډک ځای پر ځای کول شامل وو، چې برلین یې د روسیې پر وړاندې د مخنیوي لپاره ملاتړ کړی و.

مرڅ زیاته کړې چې ټرمپ هېڅکله په رسمي ډول د دغه پلان د عملي کولو ژمنه نه وه کړې او ښايي امریکا د داسې وسلو د ورکولو په اړه زړه نازړه وي، ځکه ښايي دا مهال کافي زېرمې ونه لري.