د طالبانو د فراه ولایت د رسنیو دفتر ویلي چې په دغه ولایت کې د مهاجرینو لپاره ۱۰۸ کورونه جوړ شوي دي.
دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کورونه د شاوخوا ۵.۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت جوړ شوي دي.
د طالبانو د سیمهییزو چارواکو په وینا، دا پروژه د دې لپاره پلې شوې چې د مهاجرینو د استوګنې وضعیت ښه شي او اړمنو کورنیو ته مناسب سرپناه برابر شي.
دغه کورونه په داسې حال کې جوړ شوي چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو له هېواد ته د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د سرپناه او کاري فرصتونو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.