د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د مې درېیمې، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې باوري معلوماتو ته لاسرسی او د رسنیو ازادي د باثباته او پرمختللو ټولنو لپاره حیاتي ارزښت لري.
یونسکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اوسني نړیوال وضعیت کې باوري معلوماتو ته اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې او د مطبوعاتو د ازادۍ ساتنه د ټولنو د ثبات مهم شرط دی.
دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ازادو رسنیو او خبریالانو ملاتړ وکړي څو د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا، شفافیت زیاتولو او د معلوماتو د ازاد جریان د پراختیا په برخه کې فعال رول ولوبوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ یوازې د بیان ازادۍ او د خبریالانو د مسلکي اخلاقو د ارزونې ورځ نه ده، بلکې هغه ورځ هم ده چې باید د هغو رسنیو ملاتړ وشي چې له بېلابېلو محدودیتونو، فشارونو او ګواښونو سره مخ دي.
یونسکو همدارنګه ټینګار کړی چې دا ورځ د هغو خبریالانو د یادونې او درناوي لپاره هم مهمه ده چې د خپلو مسلکي دندو د ترسره کولو پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.