Search

ایران د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د محدودولو لپاره د نوي قانون د طرحې د چمتو کولو خبر ورکړی دی

News image
13 غویی 1405 - 10:01

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې ایران د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د تنظیم لپاره ابتدایي طرحه جوړه کړې ده؛ داسې طرحه چې کېدای شي د ځینو بېړیو پر تګ راتګ نوي محدودیتونه ولګوي.

د راپورونو له مخې، د ایران د پارلمان مرستیال علي نیکزاد ویلي چې د دې طرحې له مخې به د هرمز تنګي له لارې د اسرائیلي بېړیو تېرېدل «هیڅکله اجازه ونه لري»، او د هغه په وینا د «دښمنو هېوادونو» بېړۍ به یوازې هغه وخت د تېرېدو اجازه ترلاسه کړي چې د جګړې له امله رامنځته شوي زیانونه جبران کړي.

نیکزاد زیاته کړې چې نورې بېړۍ به یوازې د ایران له اجازې او د هغه قانون له مخې چې په پارلمان کې د تصویب په حال کې دی، د دې تنګي له لارې د تېرېدو اجازه ولري.

هغه ټینګار کړی چې ایران به د هرمز تنګي په اړه له خپلو حقونو شاتګ ونه کړي او ویلي یې دي چې د دې لارې د تګ راتګ وضعیت «له پخوا څخه بدل شوی» او نور به د جګړې له وړاندې حالت ته ورته نه وي.

نیکزاد دا طرحه د «نفتي صنعت د ملي کېدو» سره ورته بللې ده.

په راپورونو کې ویل شوي چې په سیمه کې د ایران، متحده ایالاتو او اسرائیلو ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر د شخړې وروسته ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي؛ هغه شخړه چې وروسته د پاکستان په منځګړیتوب لنډمهاله اوربند ته ورسېده، خو د نهایي هوکړې خبرې لا هم بې پایلې پاتې دي.

په همدې حال کې ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران لا هم هغه توافق ته نه دی رسېدلی چې د واشنګټن له نظره اړین بلل کېږي.