Search

د وروستیو سېلابونو له امله د بدخشان–تخار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

News image
13 غویی 1405 - 08:59

په بدخشان کې د طالبانو د فواید عامې ریاست د ساختماني برخې مسوول ارین آذر وايي، چې د دې لارې د بیا پرانیستلو لپاره د دوی د ادارې ټیمونو نن سهار د ۵ بجو څخه د پاک‌کارۍ او ترمیم چارې پیل کړې دي.

د هغه په وینا، د لارې د پرانیستلو لپاره موجود امکانات محدود دي او د حکومت او اړوندو ادارو عاجلې همکارۍ ته اړتیا لیدل کېږي، څو دغه لویه لاره ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شي.

په همدې حال کې مسوولینو له مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې له دې لارې له سفر کولو ډډه وکړي او د بدیلو لارو څخه استفاده وکړي.