رویټرز خبر ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره هممهاله، سلګونه افغان کډوال د افغانستان او پاکستان پر پوله په نامعلوم او ستونزمن وضعیت کې بند پاتې دي.
د راپور له مخې، یو شمېر افغان کډوال له څو ورځو راهیسې د تورخم په سرحدي دروازه کې افغانستان ته د ننوتو په تمه دي، په داسې حال کې چې وروستیو نښتو او تاوتریخوالي د هغوی د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
په دغو کډوالو کې یوې ۴۰ کلنې مېرمنې، صالحه بيبي، ویلي چې هېڅکله یې افغانستان نه دی لیدلی، خو اوس اړ ده بېرته دې هېواد ته ستنه شي. هغې ویلي: «په مات زړه بېرته ستنېږو» او د خپلو ماشومانو د راتلونکې، په ځانګړي ډول د زدهکړو او امنیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له دوو میلیونو ډېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي او ټینګار یې کړی چې ټول هغه افغانان باید ووځي چې قانوني اسناد نه لري.
په راپور کې راغلي چې د دغو کسانو ډېری د هغو کډوالو دویم او درېیم نسل دی چې لسیزې وړاندې د جګړو له امله له افغانستانه وتلي وو.
همداراز ویل شوي چې لسګونه موټر چې کډوال او د هغوی شتمنۍ لېږدوي، د پولې دواړو غاړو ته درول شوي او ځینې کورنۍ تر لسو ورځو ډېرې د تګ راتګ په تمه پاتې دي.
په همدې حال کې، پاکستاني سرچینو ویلي چې د سویلي وزیرستان په وروستیو نښتو کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د تاوتریخوالي له دوام سره، افغان کډوال اندېښمن دي چې وضعیت به لا پسې ستونزمن شي او د بېرته ستنېدو بهیر به له لا ډېرو ننګونو سره مخ شي.