Search

ګوترېش: د ملګرو ملتونو پر وړاندې د امریکا پور «د معاملې وړ نه دی»

News image
11 غویی 1405 - 11:12

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې د امریکا له لوري د دې سازمان پر وړاندې میلیاردونه ډالر پور د غړو هېوادونو یو الزامي مکلفیت دی او «د معاملې وړ نه دی».

د رویټرز د راپور له مخې، دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه مطرح شوې چې راپورونه خپاره شول، واشنګټن د دې پور د یوې برخې د ورکړې لپاره د جوړښتي اصلاحاتو او د لګښتونو د کمولو په ګډون ځینې شرطونه وړاندې کړي دي.

د راپور پر بنسټ، د امریکا په ډیپلوماتیکو اسنادو کې ۹ بېړني اصلاحات د مالي سرچینو د ازادېدو لپاره د شرط په توګه وړاندیز شوي، چې پکې د لګښتونو کمول، د تقاعدي سیستم اصلاح، د چارواکو د کاري سفرونو محدودول او د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو ماموریتونو د بودجې کمول شامل دي.

همداراز ویل شوي چې امریکا غواړي د ملګرو ملتونو په ځینو مالي جوړښتونو کې د چین د نفوذ د مهار لپاره ګامونه واخیستل شي.

ګوترېش خبریالانو ته ویلي: «د هېوادونو ونډې یو قانوني مکلفیت دی او د معاملې وړ نه دي»، خو زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه هڅه کوي خپله اغېزمنتیا او مالي مدیریت لا ښه کړي.

امریکا، چې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوی پوروړی بلل کېږي، تر دې وړاندې هم پر دې نړیوال سازمان فشار راوړی چې لا ډېر اصلاحات وکړي او د خپلو مالي مرستو یوه برخه یې کمه کړې ده.

ملګرو ملتونو په وروستیو میاشتو کې خبرداری ورکړی و چې د ونډو د نه ورکړې له امله له جدي مالي کړکېچ سره مخ دي.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، له څه باندې ۴ میلیارډ ډالرو امریکايي پور څخه تر اوسه یوازې یوه کوچنۍ برخه ورکړل شوې ده.