د «ایندیپندنت» د راپور له مخې، د برېتانیا دفاع وزارت ویلي چې هغه افغانان چې په دغه هېواد کې د مېشتېدو لپاره منل شوي، له افغانستانه د وتلو لپاره به هېڅ مرسته ترلاسه نه کړي او باید په خپلواکه توګه درېیم هېواد ته سفر وکړي.
دغه وزارت زیاته کړې چې شاوخوا ۹ زره افغانان چې د مېشتېدو شرایط لري او لا هم د برېتانیا ته د انتقال په تمه دي، له افغانستان دننه به د وتلو لپاره هېڅ ډول ملاتړ ورسره ونه شي.
د برېتانیا دفاع وزیر لوک پولارډ د سهشنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته په یوه بیان کې ویلي، دا کسان باید د امکان په صورت کې پخپله درېیمو هېوادونو ته ولاړ شي، چېرې چې به تر ۲۰۲۸ میلادي کال پورې د استوګنې او ویزې ملاتړ ورته برابر شي.
نوموړي زیاته کړې، یو شمېر دغو کسانو مخکې توانېدلي چې هېوادونو لکه پاکستان ته ولاړ شي او دا یې د «بریالۍ خپلواکې انتقال» بېلګه بللې ده.
د همدې ارزونې پر بنسټ، د برېتانیا دفاع وزارت پرېکړه کړې چې د امنیتي ستونزو او لګښتونو له امله له افغانستان دننه د وتلو مرسته بنده کړي.
دغه وزارت همداراز تایید کړې چې د افغانانو د مېشتېدو پروګرام به د ۲۰۲۸ میلادي کال د ډسمبر تر میاشتې پورې پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به د انتقال او ملاتړ ټول بهیرونه ودریږي.
دا په داسې حال کې ده چې د برېتانیا حکومت مخکې ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۹ میلادي کال پورې به ټول هغه افغانان خپل هېواد ته انتقال کړي چې شرایط پوره کوي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې له برېتانوي ځواکونو سره یې کار کړی یا یې شخصي معلومات افشا شوي وو.
په راپور کې راغلي چې برېتانیا د افغان کورنیو لپاره د موقتي استوګنځایونو کارول هم درولي او یو شمېر هغه هوټلونه چې مخکې د دوی د ځای پر ځای کولو لپاره کارېدل، د تړل کېدو په حال کې دي.
یاده پرېکړه د افغان پناهغوښتونکو د ملاتړ کوونکو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده؛ هغوی خبرداری ورکړی چې دا اقدام زیانمنې کورنۍ په ناامنو شرایطو کې پرته له خوندي انتخابونو پرېږدي.