د اسوشیتد پرس د راپور له مخې، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د افغانستان د ښځینه کډوالو لوبغاړو ټیم ته اجازه ورکړې چې د دې بنسټ تر څار لاندې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
دا پرېکړه د فیفا د شورا په غونډه کې، چې د ونکوور په ښار کې ترسره شوې، شوې ده. د پرېکړې له مخې، «افغان ویمن یونایټډ» (Afghan Women United) ټیم د یوه واجد شرایط ټیم په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی.
یاد ټیم د افغان کډوالو ښځینه لوبغاړو څخه جوړ دی، چې د طالبانو لهخوا د محدودیتونو تر لګېدو وروسته یې هېواد پرېښی او اوس خپل ورزشي فعالیتونه په هېوادونو لکه استرالیا، متحده ایالات او د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې پر مخ وړي.
د فیفا رئیس جیاني اینفانتینو ویلي، دا پرېکړه د هغو ټیمونو لپاره د فرصت برابرولو په موخه شوې چې نه شي کولی د فیفا په سیالیو کې د رسمي ملي ټیم په توګه ګډون وکړي.
خو دا ټیم به د د ۲۰۲۷ فوټبال نړیوال جام سیالیو کې ګډون ونه شي کولای، خو اجازه به ولري چې د د ۲۰۲۸ المپیک ټاکنیزې سیالۍ کې برخه واخلي.
د دې ټیم د رسمیت پېژندنې لومړی ګام تېر کال پورته شوی و، کله چې دوی په مراکش کې په یوه ټورنمنټ کې لوبه وکړه.
له هغه وروسته چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړی، په هېواد کې د نجونو لپاره ورزشي فعالیتونه منع شوي دي.