د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ضیا تکل ویلي چې د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په یوه رسمي سفر افغانستان ته رسېدلی دی.
تکل ویلي، ټاکل شوې چې نوموړی نن د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر او
یو شمېر نورو مسؤلینو سره د سیاسي، اقتصادي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه ناستې
ولري.
د هغه په وینا، په دې لیدنو کې به د دواړو لورو ترمنځ پر دوه اړخیزو
اړیکو او همکاریو هم خبرې وشي.
تر دې مخکي یو شمېر روسي رسنیو ویلي وه، چي کابلوف کابل ته تللی او د طالبانو
له چارواکو سره به د دوه اړخیزه اړیکو او سیمه ییزي همکارۍ د پراختیا په اړه لیدنې
او خبرې ولري.