Search

جرمني د افغان کډوالو چارټر الوتکه کابل ته را استولې

News image
8 غویی 1405 - 10:43

د شپیګل په نوم یوې جرمنۍ رسنۍ راپور ورکړی چې جرمني د افغان کډوالو یوه چارټر الوتکه تېره شپه د کابل پر لور رالېږلې ده.

د راپور له مخې، په دې الوتکه کې یو شمېر هغه افغانان شامل دي چې د جنايي جرمونو په تور تورن شوي وو او پلان شوی چې هغوی بېرته افغانستان ته واستول شي.

تر دې مخکې اروپايي ټولنه ویلي وو چې د روان کال تر اوړي مخکې به د طالبانو یو پلاوی اروپا ته دعوت کړي، څو له اروپايي هېوادونو سره کابل ته د رد شوو، غیرقانوني او په جنايي جرمونو تورنو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي.