د طالبانو د کډوالو کمیسیون وايي، له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په دوام، یوازې د ۱۴۰۵ کال د ثور په ۲مه، د چهارشنبې په ورځ، ۹۴۳ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د مسوولینو په وینا، له دغو کورنیو څخه ۷۴۱ د تورخم، ۹۳ د سپین بولدک،
۸۰ د ابرېشم پل او ۲۹ کورنۍ د اسلامکلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
د راپورونو له مخې، له تازه راستنو شویو کورنیو سره بېلابېلې مرستې
شوې او لومړنۍ اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او
پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي دي، او د دغو
هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې ټول افغانان به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ ویلي وو چې
یوازې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په میاشت کې له پاکستان څخه شاوخوا ۱۷۰ زره افغانان
افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، لا هم په پاکستان کې شاوخوا دوه
میلیونه افغانان مېشت دي.
بلخوا، طالبانو ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې
بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.