د انتونیو ګوټرېش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، ویلي چې د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ښهوالی کولای شي هر کال د څه باندې ۱.۴ میلیونو کسانو ژوند وژغوري.
ګوټرېش زیاته کړې چې اوبه «د ژوند بنسټ» او د بشري اساسي حقونو له ډلې دي، او د اوبو کړکېچ لا هم د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اندېښنې وړ پاتې دی.
هغه ټینګار کړی چې اوبو ته د لاسرسي ښهوالی نه یوازې د ناروغیو په کمېدو کې مرسته کوي، بلکې د ایکوسیستمونو په بیا راژوندي کېدو کې هم رول لري او کولای شي په اړمنو هېوادونو کې د اقتصادي ودې زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، د اوبو کمښت، ککړتیا او اقلیمي بدلونونه میلیونونه کسان له خطر سره مخ کړي، او د دې وضعیت د مخنیوي لپاره بېړنۍ او پراخې پانګونې ته اړتیا ده.
ګوټرېش ټینګار کړی چې د اوبو په سکتور کې پانګونه په حقیقت کې د ټولنو او هېوادونو پر راتلونکي پانګونه ده، او حکومتونه باید د اوبو د سرچینو په مدیریت کې لا جدي او همغږی چلند غوره کړي.