د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د راپور له مخې، چین د سینکیانګ په ایالت کې، چې له افغانستان او پاکستاني کشمیر سره نږدې موقعیت لري، یوه نوې اداري سیمه رامنځته کړې ده.
دغه اداري واحد چې «سینلینګ» نومول شوی، د قراقرم غرونو ته څېرمه او
هغو سرحدي سیمو ته نږدې موقعیت لري چې سینکیانګ له افغانستان او پاکستاني کشمیر
سره نښلوي. دا سیمه د واخان دهلېز ته هم نږدې پرته ده، چې د سیمې په ستراتیژیکو
محاسبو کې مهم ځای لري.
د راپورونو له مخې، دا په تېرو څه باندې یو کال کې درېیم اداري واحد
دی چې چین په دې سرحدي حوزه کې جوړوي، چې د سیمې پر اهمیت ټینګار کوي.
د سینکیانګ د اویغور خودمختارې سیمې حکومت د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري په ۷مه
د دې نوې ادارې د جوړېدو اعلان وکړ، خو تر اوسه یې دقیق اداري حدود نه دي په ډاګه
کړي.
ټاکل شوې چې «سینلینګ» به د کاشغر ولایت تر ادارې لاندې فعالیت وکړي.
کاشغر، چې د لرغونې ورېښمو لارې پر تاریخي مسیرونو پروت دی، د چین–پاکستان اقتصادي
دهلېز له مهمو برخو سره هم تړاو لري.
د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د راپور له مخې کارپوهان
باور لري چې د دې ګام تر شا امنیتي اندېښنې هم شته، په ځانګړي ډول هغه مسایل چې د
سینکیانګ لوېدیځو سرحدي سیمو او افغانستان سره تړاو لري.
د فودان پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو انستیتوت پروفیسور لین منوانګ
ویلي، دا اقدام د سیمې ستراتیژیک اهمیت په ډاګه کوي.
هغه زیاته کړې چې د واخان دهلېز په دې ستراتیژۍ کې مهم رول لري.
په ورته وخت کې، د سټیمسن مرکز لوړپوړې څېړونکې یون سن وایي، د دې
اداري واحد جوړېدل د سیمهییزې حکومتدارۍ د پیاوړتیا او د کنټرول د زیاتوالي لپاره
یو عملي ګام بلل کېږي.