کابل ټربیون - د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، تهران له واشنګټن سره اسلاماباد کې په "ښه نیت" مذاکرات پیل کړل خو په خبره یې، په وروستي پړاو کې د واشنګټن دریځ بدل شو.
عباس عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا په تېرو ۴۷ کلونو کې د امریکا او ایران ترمنځ تر ټولو په لوړه کچه مستقیم مذاکرات وو او د وروستیو ترینګلتیاو د پایته رسولو په موخه پیل شوي وو.
عراقچي زیاته کړې چې د واشنګټن تګلارې د هوکړې مخه ونیوله.
ایران او امریکا د تېرې شنبې په ورځ اسلاماباد کې ۲۱ ساعته پرلهپسې مذاکرات وکړل خو د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي ونس اعلان وکړ چې ایران یې شرایط ونه منل او مذاکرات بې پایلې پایته ورسېدل.