Search

ملګري ملتونه: د طالبانو تګلارې د ښځو د حقونو په تړاو د افغانستان له نړۍوالو ژمنو سره په ټکر کې دي

News image
13 وری 1405 - 18:12
کابل ټریبون - ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو یو لړ فرمانونه او قوانین د دغه هېواد له نړۍوالو ژمنو، په ځانګړې توګه «د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون» سره په ټکر کې دي.

په هغه ګډ راپور کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر دفتر او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له لوري د پنجشنبې په ورځ (د وري په ۱۳مه) خپور شوی، د طالبانو لږ تر لږه ۱۶ مهم فرمانونه او تګلارې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې وضع شوي، ارزول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ډېری دغه اقدامات د ښځو او نجونو پر وړاندې د مستقیم او جوړښتي تبعیض بېلګې دي او د نړۍوالو بشري حقونو له بنسټیزو اصولو، لکه د قانون پر وړاندې برابري او د تبعیض منع، سره په ټکر کې دي.

په دې ارزونه کې د شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو بندیز، د ښځو له لوړو زده‌کړو او طبي زده‌کړو څخه محرومیت، په دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او نړۍوالو سازمانونو کې د کار محدودیتونه، د ښځو د سینګارځایونو تړل، او د ښځو پر تګ‌راتګ پراخ محدودیتونه د نیوکې وړ تګلارې بلل شوې دي.

راپور ټینګار کوي چې له زده‌کړو محرومیت، چې یو بنسټیز حق دی، پراخې پایلې لري؛ لکه د کاري فرصتونو کمښت، د اقتصادي خپلواکۍ محدودېدل او د ښځو د ټولنیز ګډون کمېدل.

همداراز، د ښځو پر طبي زده‌کړو بندیز، چې په ۲۰۲۴ کال کې عملي شوی، د اندېښنې وړ بلل شوی او خبرداری ورکړل شوی چې دا کار به په اوږدمهال کې د ښځو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدود کړي.

د راپور په بله برخه کې د ښځو پر کار پراخو محدودیتونو ته اشاره شوې او ویل شوي چې دا اقدامات نه یوازې د ښځو اقتصادي حقونه نقضوي؛ بلکې د اساسي خدمتونو وړاندې کول، په ځانګړې توګه په روغتیايي او بشردوستانه برخو کې، هم له ستونزو سره مخ کوي.
دغه راپور د ښځو پر پوښاک، تګ‌راتګ او په عامه ځایونو کې د حضور محدودیتونه «لاسوهنه کوونکي» بللي او زیاتوي چې دا تګلارې د فردي ازادیو، لکه د بیان ازادي او په عامه ژوند کې د ګډون حق، محدودوي.

په پایله کې، د ملګرو ملتونو راپور دغه اقدامات د «نهادینه شوي تبعیض» برخه بللې او ویلي یې دي چې په یوه برخه کې محدودیتونه پر نورو برخو هم اغېز کوي.
د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې دا راپور کولی شي د نړۍوالو حقونو پر وړاندې د افغانستان د ژمنو د ارزونې او په راتلونکي کې د بشري حقونو د وضعیت د سنجولو لپاره د بنسټ په توګه وکارول شي.