Search

طالبانو په تخار کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه په دُرو وهلي

News image
20 کب 1404 - 22:49
کابل ټریبون - د طالبانو ستره محکمه وایي چې د یوې ښځې په ګډون یې شپږ تنه د «نامشروع اړیکو» او «قماربازۍ» په تور په تخار ولایت کې په دُرو وهلي دي.

سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د کب په۲۰مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې یاد کسان د تخار ولایت د ینګي‌قلعه ولسوالۍ کې مجازات شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، ابتدائیه محکمې له تورنو کسانو څخه څلور تنه هر یو په ۲۵ دُرو وهلو محکوم کړي وو او دوه نور تورن له یوه تر پنځو کلونو تنفیذي بند او د ۳۹ دُرو پر وهلو محکوم شوي وو.

په اعلامیه کې راغلي چې دا حکم د سترې محکمې له تایید وروسته پر تورنو پلی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن په بدخشان او زابل ولایتونو کې هم پنځه تنه په دُرو وهلي دي.